د هرات د ټولګټو ریاست د شمېرو له مخې، هره ورځ په منځني ډول ۲۰۰ تر ۲۵۰ باروړونکي موټر د هرات – اسلام قلعه لویې لارې او د میرداوود له دروازې تېرېږي. د هرات ټولګټو ریاست مسوولین وایي، چې د اسلام قلعه ګمرک په لس کیلو مټرۍ، میرداوود او شیدایي کې د لوړ تناژ مشخصولو تلې فعالې دي او د دې تلو فعالیت په ۹۶ کال کې ځنډېدلی و او له یو کال وروسته یې فعالیت له سره شو.