د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، په دې ولایت کې یې د وسله والو طالبان او نورو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي، چې د پخوا په پرتله یې وسله وال طالبان ځپلي چې اوس دوی سره د مخامخ جګړې توان نه لري.
د کرنې او مالدارۍ وزیر انورالحق احدي د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د یادو شنو خونو او د اوبو رسونې پر سربندونو شاوخوا ۱۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې، بودیجه د افغان حکومت او مرستندویه موسساتو له لوري ورکړل شوې ده.
ضیاالحق امرخېل وایي، د جلال اباد ښار د ټولو حوزو جنایي او منطقوي کنټرول مسوولین بد شول، د حوزو مسوولینو او د ښار ټولو پولیسو په بدلون کې هم ګامونه اخلي. د ده په وینا، تر دې وروسته د پېښې سیمې مسوول اړ دی، چې ځواب ووایي.