له تېرو دریو ورځو راهیسې د ډنډپټان او پاړاچینار ترمنځ لاره د مسافرو د تګ-راتګ پر مخ تړل شوې او له کرښې پورې غاړې لاهم ګڼ افغانان بند پاتې دي.
د ډنډپټان ولسوالۍ یو تن قومي مشر ملک وزیر خان بیا د دې ستونزې د دایمي حل غوښتنه کوي، هغه وايي طالبان دې له مقابل لوري سره خبرې وکړي تر څو د افغان مسافرو د ځورونې لړۍ ودریږي.