د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د اختر په شپو او ورځو کې ۱۰۱ کسان چې په ترافيکي پيښو کې زيانمن شوي وو، راوړل شوي چې له دې جملې څخه يوه کس خپله ژوند له لاسه ورکړی
کندهار ولايت کې د طالبانو د ترافيکو مدير ملا نصرالدین اخند اطلاعات روز سره په خبرو کې وایي، چې د ولايت مقام او امنيه قوماندانۍ په همکارۍ سره يې ټولو طالبانو او ترافيک پوليس ته هدايت کړی څو د هغه کسانو نقليه وسايط ضبط کړي چې تېز یې ځغلوي.