شاوخوا دوه کاله وړاندې د 1397 کال د غبرګولي د میاشتې په لسمه شپه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سُرکۍ سیمه کې د صالح خېلو قبیلې مشر محمد نعیم فاروق او د هغه د ورور غلام محمد په کور کې، هرڅه عادي و او چا د کومې پېښېدونکې حادثې تمه نلرله، خو څو کيلو متره لرې د پکتيکا ولايت په ارګون کې پرېکړه شوې وه چې د محمدنعیم کورنۍ په خړو خاورو کېنوي او خپله دی ووژني.