دوی د مجهزو روغتونونو او اسانتياوو نشتوالی لويه تشه بولي او وايي چې ځينې ناروغان له ناچارۍ پلازمېنې کابل او يا پاکستان او هند ته وړي.
نورستان مېشتي وایي، په تېر شل کلن جمهوریت کې د نورو ستونزو ترڅنګ یې د روغتیا په برخه کې هم کار نه دی شوی او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم ورسره پرته له ژمنو تازه کولو د قناعت وړ ګامونه نه دي اخېستل شوي.
دې بنسټ نن پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې له خپلو شريکانو سره يو ځای ژمن دي چې هر ماشوم، ښځې او کورنۍ ته به زمينه برابروي چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.