مجیدي وايي روغتون په عصرې وسايلو سمبال شوی او په یو وخت د سلو تنو ناروغانو د بستر وړتیا لري. هغه وايي په ياد روغتون کې د زابل د ليرې او نږدي سيمو ناروغانو ته په څلور برخو کې روغتيايي چوپړونه وړاندي کوي.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وایي، د دې ولايت په ارغنداب او شينکۍ ولسواليو کې یې د کلینیکونو لپاره د سولرېزې برېښنا دغه سيستم جوړ کړی دی
زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل چې د اختر په تېرو څلورو ورځو کې په زابل کې د ترافیکي پیښو په نتیجه کې څه باندې ۲۰۰ تنه ټپيان شوي دي.
د پېښې له ځایه يو تن اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې موټر چلونکي پر خپل سر موټر د سېلاب په اوبو ور ګډ کړی او چپه شوی دی.
زابل کې طالبانو د فوايد عامې ریيس حاجي قاسم اطلاعات روز ته وويل، په دې ولايت کې د وروستيو سېلابونه له کبله ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی وايي، په مړو شويو کسانو کې ۱۳ طالبان، ۴ ښځې، ۳ ماشومان او ۶ تنه نارينه شامل دي.
د زابل ولایت د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دغه کسان د سيوري ولسوالۍ د «ګرک» په سيمه کې په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي. نوموړی وايي، په دغې ناروغۍ ۲۵ ماشومان، ۲۰ ښځې او ۳۰ تنه نارينه اخته شوي.
د دغه ریپوټ له مخې زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي ویلي، چې د ناروغو ماشومانو د درملنې او د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه يې يو ګرځنده روغتيايي ټيم سيمې ته استولى دى.
د زابل د عامې روغتيا ریيس په وینا همکارو موسېساتو اوس د ژورو څاه ګانو د پاکوالي او نظارت پروسه پېل کړې ترڅو د دغه ولايت ټول خلک پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا کړي.
زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، یاده پیښه نن (سېشنبه، ۴ د زمري) سهار ۰۹:۰۰ بجې د میزانې ولسوالۍ په اخند کلي کې رامنځته شوې ده.
زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وایي، په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پیښې پرمهال يې د يوې ښځې په ګډون څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز يوه ماشومه هم ټپي شوې ده.