د کندهار د زراعت مالدارۍ او اوبو لګولو رياست لپاره د طالبانو د زراعتي چارو امر ایمل حکيمي وايي، اوس مهال په دې ولايت کې اته موسېسې فعاليت کوي ترڅو کروندګرو ته د کوکنارو بديل کښتونه ومومي او په همدې برخه کې د بزګرانو ملاتړ وکړي.
د یاد ولایت د کرنې رییس محمد جمیل خوشال اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، لغمان کې له جګړو سره سره سږکال د تازه سبزجاتو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي. د ښاغلي خوشال په خبره دې ولایت کې سږکال د سبزیجاتو د توليد په برخه کې ۳۰ سلنه او د غله جاتو په برخه کې ۱۰ تر ۲۰ سلنه پورې زیاتوالی راغلی دی.
د کانال ریاست لپاره د طالبانو ویاند سید همایون غریبمل وایي، په یادو شنو خونو کې دا مهال بادرنګ، رومیان، مرچ او یو شمېر نوره ترکاري حاصل ته رسېدلې او د ټولولو لړۍ يې روانه ده.