نوموړی زياتوي، چې وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو ځينې نيول شوي زغروال ګاډي او نور مهمات له کرښې پورې غاړې پاکستان ته اړولي دي.
نوموړی زیاته کړه جګړه اوسمهال هم دوام لري، خو نوموړي د مرګ ژوبلې شمېرې و نه ویلې. هغه زیاته کړه: «وسله والو طالبانو حصارک ولسوالۍ کې د جګړې پرمهال درې امنیتی پوستې سقوط کړي دي. جګړه لا هم دوام لري.»
دشت ارچي د کندوز ښار شمال ختیځ لور ته په ۱۴۰ کیلو مټرۍ کې یو نا امنه ولسوالي ده. دا څلورم ځل دی، چې دغه ولسوالۍ په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له خوا سقوطیږي.