د سمنګان ولایت د رویدوآب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل:«هره کورنۍ چې څلوېښت پسونه ولري باید څلور دانې یې د عُشر په توګه طالبانو ته ورکړي.»
يوې روغتيايي سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په دې دې چاودنه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۲۰ ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي.
په سمنګان کې د يوه سالون څښتن وايي، چې د طالبانو دا پرېکړه د بېکارۍ د زياتېدو لامل کېږي او په هيواد کې د کار لپاره د پانګوالو دلچسپي کموي.
د سرچينو په وينا، طالبانو اخطار ورکړی چې که د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکي ورته هغه اندازه وسلې ونه سپاري چې ترې غوښتل شوي، وبه نيول شي او بنديان به شي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو وروسته له هغه د ترافيکو د دغه مامور غوږ پرې کړی، چې د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه یې د دوی موټر درولی و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، قاري انس، چې د سمنګان روی دواب ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال شاه محمد شمشاد يو تن ساتونکی دی، د دغو نجونو سرونه د دوى د کورنيو په مخکې پرې کړي دي.
د سرچينو په وينا، د دې ډاکټر نوم نجم الدين سهرابي و او د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ په ۳۰ بستريز روغتون کې يې کار کاوه او يو څه وخت د دې روغتون رييس هم پاتې شوی و.