د ننګرهار د کرنې رییس زیاتوي، یاد شمېر بزګران د چپرهار، پچیراګام، غني خېل، ګوشته، سره رود، بهسود او روداتو ولسوالیو اړوند وو، چې د شنوخونو جوړولو، د ځمکې اماده کولو، ګټو، تخم انتخاب، هرزه ګیاوو کنټرول، اوبولګولو او سرو استعمال په برخه کې روزنه ورکړل شوې.
ننګرهار کې د ځمکني توتانو د حاصلاتو ډېروالی؛ «که شنې خونې جوړې شي، د مارکېټ اړتیا تر ډېره پوره بوله»
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس انعام الله ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې له څو کالونو راهيسې د دې ولايت په بیلابیلو سیمو کې په ازمايښتي ډول د ځمکني توتانو کرنه پيل شوې، چې ښه پايله یې ورکړي. هغه وایې، سږ کال به د ځمکنیو توتانو ۱۵۰ ټنه حاصلات ولري چې تیر کال ته ۱۳سلنه زیاتوالی ښيي.
د کانال ریاست لپاره د طالبانو ویاند سید همایون غریبمل وایي، په یادو شنو خونو کې دا مهال بادرنګ، رومیان، مرچ او یو شمېر نوره ترکاري حاصل ته رسېدلې او د ټولولو لړۍ يې روانه ده.
اوسمهال خوست ښار ته زياتره عرضه کېدونکي سبزيجات د هغو لويو او وړو ګڼو شنو خونو حاصل دی، چې د کرنې رياست يا د دې رياست تر چتر لاندې د نورو ادارو لخوا جوړې شوې دي.