ننګرهار کې د تولیدي فابریکو مالکین وايي، د برېښنا پرچاوۍ پر تولیدي چارو منفي اغېز پرېښی او زیاتوي چې یو شمېر ماشینونه او فابریکې د بریښنا نشتون له امله دریدلي دي.
کندهار کې صنعتکاران وایي، اوس مهال د کندهار ۶۰ سلنه صنعت کاران د بریښنا نشتون له امله په دې هڅه کې دي ترڅو خپل کاروبار کابل او يا نورو ګاونډیو هېوادونو ته انتقال کړي.
په صنعتي پارک کې د فابریکو مالکین د بریښنا په برخه کې یادو ستونزو اندېښمن کړي او وایي، که حالات همداسې دوام وکړي نو دا پاتې فابریکې هم له سقوط سره مخ کېدونکي دي.
د صنعت او معدن خونې رییس حاجي تورملنګ وایي، د ګمرکي تعرفو د لوړوالي له امله په دغه ولایت کې د شوکاڼي سوداګري په ټپه دریدلې او له همدې امله ۴۵ صنعتي فابریکې هم تړل شوي او زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي.