په ننګرهار او لغمان کې د بريښنا پرچاوۍ عام خلک او کاروباریان له ستونزو سره مخ کړي

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بریښنا پر چاوۍ ښاریان او د فابریکو خاوندان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، دوی وایي دوه اونۍ پوره کېږي چې د بریښنا پرچاوي زیاته شوې چې له کبله یې د دوی چارې ټکنۍ شوې دي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی شرافت شکایت کوي، چې دهوا په سړیدو او د ژمي په نږدې کیدو سره ښار کې د بریښنا پرچاوۍ زیاته شوې او دوی يې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی پر مسوولو طالب چارواکو هم نیوکه کوي، چې تراوسه یې د یادې ستونزې د دایمي حل په موخه جدي اقدامات نه دي کړي.

هغه د دغه ولایت د بریښنا شرکت مسوولین د برېښنا په ویش کې په بې عدالتي تورنوي او وايي، چې یاد شرکت نه دی توانیدلی چې ښاریانو ته په سمه توګه خدمات وړاندې کړي.

شرافت وویل: « دوه اوونۍ پوره کېږي چې جلال اباد ښار کې برق په نشت حساب دی، ځکه په ٢٤ ساعتونو کې یو ساعت برق وي او بیا نه وي، ښاریان یې ډیر له ستونزو سره مخ کړي او ډیره کله مونږ د شخصي بریښنا استفاده کوو، خو د هغوی بیلونه هم لوړ دي ټوله ستونزه بریښنا شرکت کې ده چې تراوسه یې زمونږ د برق ستونز حل نه کړه او نه یې د بریښنا په ویش جدي اقدامات وکړل.»

نوموړی زیاتوي چې د بریښنا په پرچاوۍ سره د شخصي بریښنا بیه لوړه شوې او هم د سون توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

جلال اباد ښار کې د بریښنا پرچاوي له امله د کارخونو چارې ټکنۍ شوې دي. انځور: خواله رسنۍ

په همدې حال ننګرهار کې د تولیدي فابریکو مالکین وايي، د برېښنا پرچاوۍ پر تولیدي چارو منفي اغېز پرېښی او زیاتوي چې یو شمېر ماشینونه او فابریکې د بریښنا نشتون له امله دریدلي دي.

د ننګرهار په شیخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د پلاستیکي بوجیو د یوې تولیدي فابریکې مسوول حمید خان وایي، چې د بریښنا پرچاوۍ له امله یې تولید ټکنی شوی او ډیره کله له جنراتورونو کار اخلي چې دوی ته په لوړه بیه تمامیږي.

نوموړی زیاتوي چې د ورځې له یو تر دوو ساعتونو برېښنا لري، چې له امله یې زیاتره تولیدي فابریکې تړل شوي او ګڼ کسان بې روزګاره شوي دي.

حمید خان وویل:«بریښنا پر چاوي بیخي زیاته شوې دولس ورځې کیږي چې برق پرچاوي ده، مونږ اوس مجبوره یو چې له شخصي برق استفاده وکړو؛ ځکه ټوله ورځ کې یو ساعت یا دوه ساعت برق وي او بیا نه وي شخصي بریښنا د چا وس هم کیږي زیاتره فابریکې بندې شوي، ترهغه چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه هواره نه شي پانګه‌وال به د خپلو فابریکو تړولو ته اړکړي، چې دې سره به هېواد کې لوی اقتصادي زیانونه رامنځته شي.»

په همدې حال کې د لغمان اوسیدونکي هم ورته شکایت کوي، د دغه ولایت د مهترلام ښار اوسیدونکی خیبر وایي، د بریښنا پرچاوي زیاته شوې، خو د برېښنا بيلونه نه دي کم شوي او په میاشتني ډول ترې د پوره بریښنا پېسې اخیستل کېږي.

خیبر زیاتوي: «لغمان کې هم د بریښنا ستونزه زیاته ده، نیم ساعت برق وي او بیا ټوله شپه او ورځ نه وي که هغه نیم برق وي هم یې وخت معلوم نه وي چې کله راغی راغلی وي، خو د برق بیلونه بیا حکومت پوره اخلي غوښتنه کوو چې د برق ستونزه حل کړې ځکه اوس د ژوند ټولې چارې برق پورې تړلي.»

نوموړی دغه راز لغمان او ننګرهار ته د نغلو واریداتي بریښنا په ورکړې هم نیوکه کوي، چې تل ورسره نا انصافي کېږي او په یوه او بله پلمه یې برېښنا مرکز کابل ته ورکول کېږي.

لغمان کې خلک وایي، د بریښنا کمیدو سره لاهم پر دوی بیلونه کم شوي نه دي. انځور: پښتو CMG

په ورته مهال د افغانستان بریښنا شرکت لپاره د طالبانو ویاند حکمت میوندي وايي، د برېښنا د تقاضا ډېرېدل او د برېښنا رسولو لپاره د کورنیو سرچینو کموالی او وچکالي د دې لامل شوې چې له امله یې دوی اړ شوي چې د کابل په ګډون ټولو ولایتونوکې مساوي پرچاوي تطبیق کړي.

میوندي وویل: «د برښنا تقاضا معمولآ په اوړي او ژمي کې زیاته وي او سږ کال وچکالي هم ډېره شوې ده، په بندونو کې اوبه کمې شوي نو ځکه خو مونږ اړ یو، چې په پلازمینه کابل او نورو ولایاتو کې پرچاوي په یوه اندازه تطبیق کړو، نو په همدې موخه ننګرهار او لغمان ته هم نوبت واره پرچاوي ورکړل شوې»

نوموړی زیاتوي چې تازه د برېښنا شرکت پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۲۴ میلادي کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون تمدید کړی دی.

هغه وایي، چې د دې شرکت اجرایوي رییس د ازبکستان له برېښنا وزیر سره لیدنه کې یاد تړون لاسلیک کړی او د برېښنا کچې زیاتوالي، د برېښنا تعرفې ټیټولو، د یاد شرکت تخنیکي کارکوونکو ته د وېزې ستونزو د حل غوښتنه یې کړې ده.

د نوموړي په خبره افغان لوري د ازبکستان د انرژۍ وزیر ته د برېښنا تخنیکي ستونزې په اړه ویلي، چې افغانستان کې د برېښنا کمښت له امله خلکو، صنعتي، تجارتي او دولتي تاسیساتو ته برېښنا بسنه نه کوي، چې له دې امله ګڼې ستونزې رامنځته شوي او د زیاتوالي غوښتنه یې کړې.

د ازبکستان د برېښنا وزیر ویلي، چې په دې هېواد کې د برېښنا تخنیکي ستونزې له امله پرچاوۍ تطبیق کېږي او د دریېو دستګاوو تخنیکي ستونزو پر حل چټک کار روان دی، چې د یادو دستګاوو په بشپړېدو سره به افغانستان ته برېښنا ورکړل شي.

په افغانستان کې د برېښنا کمښت له امله، د دغه هیواد د پلازمېنې او ګڼ شمیر نورو ولایتونو اوسیدونکي د ورځې او شپې په ساعتونو ساعتونو برېښنا ته لاسرسی نه لري.