علي مدد شریفي د خپلې لور سره د محرم په توګه د چنارتو ولسوالۍ پښتون میشتې سیمې «چاکهجوی» کلي ته تللی و. د دې سړي لور د یادې سیمې په کلینیک کې د ډاکټرې په توګه کار کاوه.
سرپل کې د طالبانو د والي ویاند محمدابراهیم مکلف د یاد طالب وژل کیدل تاییدوي او وایي، چې د دې وژنې انګیزه تر اوسه څرګنده نه ده. مکلف د قاتلینو د نیول کیدو خبر هم ورکوي.