سږ کال د بودجې مسودې برابرول او د تصویب لړۍ یې د هغې نامتوازنوالي او د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ له هغې سره د «سیاسي، سلیقه اي او شخصي» چلند ادعا پر بنسټ جنجالونه راپورته کړي. تر اوسه چې له مالي کاله یوه میاشت تېره شوې، د بودجې سند یې لا تصویب شوی نه دی او بیا ځلي ولسي جرګې رد کړی دی.
د پلټنې عالي ادارې پر راپور د اطلاعات روز ارزونه ښیي، چې د ټاکلو موخو خلاف د احتیاطي کوډونو له بودجې میلیاردونه افغانۍ په مصرف رسېدلي دي.
د پلټنې عالي ادارې په خپل راپور کې راوړي، چې مالیې وزارت د اصولنامې خلاف د دې پروژو د بودجې اجرا کولو لپاره په ۱۳۹۹ مالي کال کې بیاځلي بودجه ځانګړې کړې ده.