د طالبانو ماليې وزارت زياته کړې چې د پوهنتونو، مدرسو او خصوصي ښوونځيو څلور سلنه ربعوار ماليات د يوه کال لپاره (۱۴۰۲ مالي کال) معاف کړای شوي دي.
نبيل هدايت الله بدري ته د نږدې سرچينو پر اساس ادعا کړې چې له ماليې وزارت څخه ايستل شوې پيسې د قومي مشرانو د وفادارۍ تر لاسه کولو او په کندهار کې د هغې ۴۰ زره کسيزې ډلې د تمويل او جوړونې لپاره مصرفېږي چې ملا هبت الله ته له وفادارو خلګو او قومونو جوړه شوې ده.
يوه استاد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کله چې په خپله طالبان نشي کولای له استادانو سره مرسته وکړي، د «يهودو او نصاراو» مرسته دې دهغوی له معاش نه ګرځوي.
د تورخم ګمرک یوه طالب چارواکي
اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ماليې وزارت د لارښوونې پر اساس له دې وروسته د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو بار وړونکو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
خبرپاڼه وایي، د ماليې وزارت په دې برخه کي اړونده ادارو سره په جدي ډول د دې مسلې د ژر اتمام په هڅه کي دی.
هدايت الله بدري واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د دې ډلې د ماليې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی و، چې په دې وروستیو کې یې د استعفا اوازې خپرې شوې وې.
د طالبانو ماليې وزارت ادعا کړې، چې د عوايدو بې مخينې زياتوب ښيي چې په ګمرکونو کې مسلکي او ژمن کادرونه ټاکل شوي، د فساد کچه صفر ته رسيدلې او په ګمرکي چارو کې بشپړه روڼتيا را منځته شوې ده.
د ښاغلي بدري په وینا، چې د اداري فساد پر وړاندې یې جدي مبارزه پیل کړې او د عوایدو سرچینې فعالې او منظمې شوې دي.
د طالبانو مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې له یادې بودیجې څخه ( ۲۰۳) میلیارده افغانۍ عادي او (۲۷.۹) میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودیجه ده چې له داخلي غوایدو څخه ترتیب شوې ده.
د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وایې، چې ټاکل شوې په نیږدې ورځو کې په ټول هیواد کې د ګمرکونو فعالیتونه پيل او همدارنګه په دغه موده کې به د بانکونو دروازې هم د مراجعینو پر مخ پرانیستل شي.