د ویلچر باسکېټبال لوبډلې بله غړې فرحناز بهادري ۱۸ کلنه ده. د قره باغ ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلې او درې کلنۍ کې یې په یوې ټرافیکي پېښه کې خپلې پښې له لاسه ورکړي دي.
د عامې روغتيا وزارت لپاره د طالبانو د سترګو د درملنې امر ډاکټر اغامحمد عابد توتاخيل وايي، چې يو متخصص ټيم یې دهراوود د نابینایانو لپاره ليږلی ترڅو د ټولو عمليات په وړيا ډول ترسره کړي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته متقاعدينو او معلولينو خپل کلني معاشونه نه دي تر لاسه کړي. دوی وايي، چې د دوی حقونه د دوی يوازينی عايد و او اوس مهال له تنګلاسۍ سره مخ دي.