د ولسي جرګې مشر دغه خبرې نن (چهارشنبه، ۲۹ د غویي) د جرګې په عمومي غونډه کې په فاریاب کې د خلکو له خوا وروستي وسله وال لاریونونه اندېښمنوونکي وبلل او له حکومت، سیاسیونو او فاریاب کې له نورو چارواکو یې وغوښتل چې هر څه ژر د فاریاب «کړکېچن» حالت ته د پای ټکی کېږدي.
د ولسي جرګې مشر نن (دوشنبه، ۳ د غبرګولي) د فاریاب ولایت حالت د اندېښنې وړ یاد کړ او زیاته یې کړه چې د دې ولایت د ځینو ولسوالیو د سقوط شونتیا به په اوسني حاکم وضعیت پورې تړلي وي.