عاصم اوسمهال اطلاعات روز ته وويل چې په ميدان وردک ولايت کې د کرونا له بوديجې حيف و ميل شوې پيسې له هغه زياتې دي، چې د بازرس ادارې په خپل رپوټ کې ويلي او د څارنوالي په څېړنه کې دي. هغه زياتوي چې په دې ولايت کې پېرل شوي نيمايي طبي وسايل دوهم لاس دي او تر اوسه يې له ځينو استفاده نه ده شوې.