شريف ټينګار کړی چې د طالبانو سرپرست حکومت بايد د دې ضمانت ورکړي چې داسې پېښي به بيا نه تکراریږي.
د طالبانو د منصوري قول اردو امنیتي چارواکو هم رسنیو ته د تېرې ورځې د رامنځته شوې نښتې پخلی کړی، خو په اړه یې لا ډېر معلومات نه دي وړاندې کړي.
پاکستاني پوله ساتو د نښتې پر مهال درنې وسلې هم کارولي او دوه ځله يې پر سپين بولدک ولسوالۍ د هاوان مرمۍ پيرونه کړي دي.
فرخار ولسوالۍ کې يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ته وويل چې دغه بريد تېره شپه (چهارشنبه، ۶ د تلې) شاوخوا ٧:٣٠ دقیقې د دې ولسوالۍ په «خفدره» کلي کې شوى دى.
د سرچینې په وینا، د دغې نښتې په ترڅ کې چمن لوري ته د نظامي او ملکي وګړو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ کسان نور ټپیان دي.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه نښته نن (سې شنبه، ۲۴ د لړم) مازدیګر 4:00 رامنځته شوې او سیمې ته د طالبانو تازه دمي ځواکونه هم رسېدلي دي.
کندز کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، چې د داعش غړو دغه کور په کرایه نیولی و او غوښتل یې چې د خلکو د امنیت د ګډوډولو لپاره ترې کار واخلي، خو موخې ته له رسیدو وړاندې ووژل شول.
No More Content