د سيمې يو اوسيدونکی بیا وایي، د ماسپښين د لمانځه پرمهال يې د کور سره نږدې ډزې روانې وې کله چې له کور څخه بهر وتلی دوه ټپیان يې ليدلي دي.
د نيمروز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس مفتي حبیب الله الهام وايي، چې په دغه کارخانه کې یې ٥٠٠ کيلو ګرامه اومان، ١٠ کيلو سوډا، ١٠ ډبي تيزاب، پنځه کيلو سيچمي، ١٠ بطرۍ او یو اندازه تېل نیولي دي.
د نيمروز ولايت له پاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بهرام حقمل نن ( پنجشنبه، ۲۳ د چنګاښ) خبر ورکړی چې دغه کس د زرنج ښار د لومړۍ ناحیې په «سیاه چشمانو» سیمه کې ځان زندۍ کړی دی.
په ايران کې د ایرنا خبرې آژانس ديوه ايراني پوله ساتي سرتيرې تصوير خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې ياد سرتيری د سه شنبې په ورځ مازديګر د افغان خاورې څخه د نامعلومه کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.
په دغه مکتوب کې ویل شوي چې له دې وروسته به په موسېساتو کې ګمارنې د نیمروز لپاره د طالبانو د والي د حکم له مخې ترسره کیږي.
نيمروز کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي صديق الله نصرت وايي، د چین هیواد لخوا مرسته شوې وریجې یې، بې وزلو کونډو یتیمانو او د شهیدانو کورنیو ته ویشلي دي.
اطلاعات روز ته په استول شویو ویډیوګانو کې د ډزو غږونه اوریدل کېږي او د جګړې په ډګر کې د ځینو کسانو جسدونه پراته دي او دا معلومه نه ده چې د کوم لوري غړي دي.
نیمروز کې د طالبانو د ولايت مقام استازی ملامحمد جمعه طیب وایي، چې يادي مرستې يې د ښار پر ۱۷۰ تنه سوالګرو د ولايت مقام په هدايت او لارښوونه ويشلي دي. هغه وايي هر یوه سوالګر ته یې ۵ زره نغدې افغانۍ ورکړي دي.
نصرت زیاته کړه، چې په دغو کډوالو کې ۷۴ جبري کورنۍ، ۵۲ دواطلبې کورنۍ، ۲۸۸ اجباري او ۱۹۵ کسان په خپله خوښه راغلي دي.
سرچینه وایي، د دغه ماشوم د کورنۍ او ځای په اړه دقیق معلومات نه لري، خو دومره پوهیږي چې د زرنج ښار لارو کوڅو کې به یې کاغذونه او پلاستیکونه ټولول.