هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریيس حافظ راشد وایي، په سنګين ولسوالۍ کې تراوسه پورې د کولرا ناروغۍ له امله د مړينې پيښه نه لري خو زیاتوي چې د یو شمیر ناروغانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.
هلمند کې د طالبانو د عامې روغتيا د ريیس په ګډون لسګونه ډاکټران باغران ولسوالۍ ته تللي ترڅو وضعيت کنټرول او د کولرا ناروغۍ د سراعت مخه ونيسي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد وایي ، چې معلومات یې ترلاسه کړي چې له تېرې ورځې راهیسې د ګرشک ولسوالۍ ځایي روغتون ته ۵۰ تنه په شدیدې نس ناستې یا کولرا ناروغۍ اخته کسان ور وړل شوي دي.