په دغه ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس سيداحمد سعيدي وایي، دغه موټرسایکل د ۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پیرل شوي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۴ د لړم) واکسیناتورانو ته وسپارل شول.
ناپيژنده وسله والو نن (سه شنبه، ۱۰ د وري) سهار یوولس بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې «مجبوراباد» او د اوومې ناحیې «لعل قاسم اغا» سیمو کې په دوو جلا جلا پېښو کې د یوې نارینه په ګډون د «پولیو» د واکسینو پنځه ښځينه واکسناتورانې وژلي دي.
بل لور ته یو سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پولیو واکسینو کمپاین د تیرې ورځې له پېښې وروسته په ټول ننګرهار کې درول شوی دی.