سږکال که څه هم په هلمند کې د غنمو فصلونه د نوروکلنو په پرتله له مرضونه څخه پاک ګڼل کېدل؛ خو اوس چې یې د حاصلاتو د ترلاسه کولو وخت دی، زیاتره غنم د هلمند څخه پاکستان هېواد ته قاچاق کیږي، چې دلته یې د غنمو قیمتونه لوړ کړي دي.
د طالبانو د ماليې وزير د ټولو ګمرکونو له رییسانو غوښتني چې پاکستان هېواد ته په رسمي او قاچاقي لارو د غنمو د انتقال مخه ونيسي.
په ورته مهال عام خلک هم په ارزګان کې د غنمو کمو حاصلاتو ته سخت انديښمن دي او زياتوي چې سږکال د غنمو د کمو حاصلاتو له امله سر له اوس څخه د غنمو قيمتونه لوړ شوي دي.