زموږ د پښتني ټولنې په ډېری کورونو کې پلرونه يا هم مشران وروڼه ديکتاتوران دي او د نورو د شخصي ژوند فيصلې په خپله کوي. هغوی پکې ځکه د خبرو حق نه لري چې تر ده په عمر کې کشر دی او دي.
ما ليدل چې د دې ستر جنايت کوونکو دواړو ځانونه ډېر دينداراه ښودل، هر وخت به يې هڅه کوله چې جماعت ته ولاړ شي، خپل زامن يې هم مدرسو ته د درسونو لپاره لېږل