اطلاعات روز ورځپاڼې په کابل او کاپیسا ولایتونو کې د برښنايي پېژندپاڼو د کارکوونکو سره مرکې کړې دي، هغوی وايي، د نفوسو شمېرنې او معلوماتو ادارې په لومړیو کې دوی ته ویلي و، تر څو چې د ولسي جرګې له لوري کلنۍ بودیجه نه وي پاس شوی، دوی نشي کولی چې خپلو ټولو کارمندانو ته تنخواوې ورکړي.