د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم نن (دوشنبه، ۳۱ د غبرګولي) کابل کې یوې خبري ناسته کې د افغانستان او ډیورند کرښې په اړه د قریشي خبرې وغندلې او دا یې د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله یاده کړه.
پاکستان د «اسلام» شتون دلیل له امله له هنده بېل شو او د یو مسلمان دولت-ملت په توګه په سوېلي اسیا کې راښکاره شو. دا هېواد اوسمهال د اسلامي بنسټپالو ډلو او نړیوال ترورېزم، په ځانګړي ډول افغانستان کې د طالبانو ډلې، د ملاتړ او روزنځای په توګه پېژندل کیږي.
ښاغلی عمر داودزی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بنسټیزو اختلافاتو په اړه په دې باور دی، چې دواړه له یو بله جدي امنیتي اندېښنې لري: «پاکستان د افغانستان دښمنانو ته پنا ورکوي او د افغانستان دښمنان له همدې پټنځایونو د افغانستان خلکو پر وړاندې خپل بریدونه تنظیموي. په ورته مهال پاکستان هم په اویا کلونو کې شکایت لري چې افغانستان یې دښمنانو ته پنا ورکړې.»
که څه هم ښاغلي صمیم د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو په ښکاره یې اشاره د افغانستان ګاونډ پاکستان ته ده. د ده په وینا، پاکستان تل د کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه ځورولي او ستونزې یې ورته زېږولي دي.