د طالبانو د اقتصادي مرستيال دفتر په خپله خبرپاڼه کې ويلي، په پام کې ده چې کابل او بلخ کې له نظامي اډو اقتصادي استفاده په ازمايښتي بڼه پېل شي.
سوداګر او پانګه وال وايي که اسانتياوې ورته برابرې شي، ګڼ کورني او بهرني صنعت کاران او سوداګر غواړي په دې ولايت کې پانګونه وکړي.