په پروان ولايت کې يو شمېر ښځينه مدافع وکيلانې چې د طالبانو د حکومت تر راتلو وروسته د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې، وايي چې د خپل امنيت په اړه په ویره کې دي او ډاریږي.
د طالبانو عمومي پاليسي پر کوم اصل او کوم بشري يا هم شرعي حق ولاړه ده؟ د دوی په اوسنيو عملي اقداماتو کې خو خلکو ته پر داسې کارونو هم سزاوې ورکول کېږي چې په هيڅ قانون کې په خپله هماغه فعل جرم نه شي ګڼل کېدلای.