اطلاعات روز: د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د کليوالو ترمنځ د اوبو په سر شخړه شوې، چې دوه کسان پکې وژل شوي او يو بل ټپي دی.
د لوګر لپاره د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند احمد الله انس نن (شنبه، ۱۰ د ثور) اطلاعات روز ته وويل، چې تېره ورځ مازديګر مهال د محمداغې ولسوالۍ سرخاب اړوند «درې کلي» کې د کليوالو ترمنځ د اوبو په سر د شخړې له امله دوه کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
هغه زياته کړه، چې د يادو کليوالو ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې، وروسته یې ټوپکو ته لاس اچولی او په مقابل لوري یې ډزې کړي.
د انس په خبره چې پېښه کې ښکېل يو کس يې نيولی او د بل نیولو هڅه روانه ده. د سويل ختيځ زون په لوګر، پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې ډېر کله د اوبو، سړک او ځمکو په سر کليوالي او قومي ستونزې را ولاړيږي، چې وروسته په شخړې او مرګ ژوبلې هم تمامې شوې دي.