د هلمند ولايت د کرنې او مالدارۍ د ترويج مديرشاه محمد وايي د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته دوی پلان لري چې په زيانمن شوو سيمو کې نوي باغونه جوړ کړي.
په ورته مهال عام خلک هم په ارزګان کې د غنمو کمو حاصلاتو ته سخت انديښمن دي او زياتوي چې سږکال د غنمو د کمو حاصلاتو له امله سر له اوس څخه د غنمو قيمتونه لوړ شوي دي.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال محمدقاسم رياض وايي، شخړه د دوه ورونو ولي جان او سيدمحمد ترمنځ د ځمکې خړوبولو پر وخت رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د سیندیزې حوزې د رییس په خبره چې د دغه ولایت له ۲۲ ولسواليو څخه يوازې د بهسودو، کوز کونړ، کامې، ګوشتې او بټيکوټ ولسواليو له ځينو برخو پرته، نورې ټولې ولسوالۍ له وچکالۍ سره مخ دي
تېره ورځ مازديګر مهال د محمداغې ولسوالۍ سرخاب اړوند «درې کلي» کې د کليوالو ترمنځ د اوبو په سر د شخړې له امله دوه کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی.