طالبان: د تلویزیون ښځینه خبریالانې دې د خپرونو پرمهال مخونه پټ کړي

طالبانو په یو نوي امر کې د انځوریزو رسنیو څخه غوښتي چې ښځینه کارمندانې دې د خپرونو وړاندې کولو پر وخت خپل مخونه پټ کړي.

د «موبي ګروپ» رسنیو نن (پنجشنبه، ۲۹ د ثور) په یوه ټویټ کې ددغه دستور ترلاسه کولو خبر ورکړی دی.

د طلوع نیوز د راپور له مخې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو استازو موبي ګروپ ته ددې حکم د اعلان پر مهال دا دستور قطعي او غیر قابل د بحث بللی دی.

ویل کیږي چې دغه حکم افغانستان کې نورو فعالو انځوریزو رسنیو ته هم ورکړل شوی دی. مخکې ویل شوي و چې ښځینه کارکوونکې دې د خپرونو پر مهال ماسک واچوي.  چې په دې وروستیو کې په خصوصي رسنیو کې یو شمېر ښځینه کار کوونکې د خپرونو پر مهال ماسکونو کې لیدل شوې وې.

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په خپلو تازه بندیزونو کې، د بالغو ښځو لپاره د شرعي حجاب رعایت کول «فرض او ضروري» ګڼلي او چادري یې د «حجاب» ترټولو بهترین ډول بللې ده.

دغه وزارت ویلي، د بې حجابه میرمنو ولي دې اړوند ریاست ته احضار کړل شي. درې ورځې دې حبس کړل شي او حتا محاکمو ته دې وسپارل شي ترڅو به مناسبه سزا محکوم کړل شي.

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د خبرو په داوام سره ویلي، هغه میرمنې چې طالبانو سره په دولتي ادارو کې کار کوي او حجاب نه مراعتوي له دندې دې وشړل شي. د طالبان دغې پریکړې پراخ غبرګونونه له ځان سره درلودل.