په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وايي، چې نن ماښام (چهارشنبه، ۴ د غبرګولي) په یوه جومات کې له چاودنې وروسته ۲۲ ټپیان دې روغتون ته ور وړل شوي، چې پنځه تنه یې روغتون ته د رسېدو پر مهال مړه شوي دي.
چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافيکو څلور لارې ته څېرمه د «حضرت زکریا» جامع جومات کې رامنځته شوې ده.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ د دغه چاودنې تاييد ترڅنګ، ويلي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې دوه تنه ټپيان شوي دي.
نوموړي د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د پېښې يوه عيني شاهد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، چې چاودنه د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې چاودنه کې تر ٣٠ زيات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه سرچينه وايي، هغه يوازې د ۱۰ تنو د وژل کېدو او څه باندې ۲۰ تنو ټپيانو د لېږد شاهد و.
د هغه په وينا، په جومات کې د لومړي، دويم او درېيم قطار لمونځ کوونکو ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دا په داسې حال کې ده، چې نن مازدیګر د بلخ ولايت مرکز مزارشريف هم درې چاودنې شوي.
په مزارشريف کې د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبريال راپور له مخې، لومړنۍ چاودنه د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې اړوند د «کارته بابا علي شېر» په سيمه کې شوې ده.
بلخ کې د طالبانو امنيه قوماندانۍ لومړۍ چاودنه تاييد کړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې دویمه او درېیمه چاودنه د مزارشریف ښار په لسمه ناحیه کې شوې ده.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې په دې دریو چاودنو کې د مسافرو موټر په نښه شوي دي.
په دې چاودنو کې تر اوسه د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
تر اوسه کومې ډلې د کابل او بلخ د نن ورځې چاودنو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.