يابجي

اترا ادارې د پابجي ګېم بندولو پرېکړه وکړه

اطلاعات روز: د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اټرا) وایي، تر اوږدو څېړنو وروسته یې د پابجي ګېم بندولو پرېکړه کړې.

دغې ادارې نن (پنج شنبه، ۲۷ لیندۍ) په یوې خپره کړې اعلامیې کې ویلي، د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون په ګډون له بېلابېلو سرچینو د پابجي ګېم اړوند شکایتونو تر ټولیزې ارزونې وروسته یې پرون د لیندۍ په ۲۶مه د دې ګېم بندولو پرېکړه وکړه.

د اعلامیې له مخې، د اترا ادارې رهبرۍ غړي عمر منصور انصاري ویلي: «زموږ ټیم له یو هر اړخیز تحلیل وروسته موضوع د اټرا بورډ ته وړاندې کړه، چې هلته ټولنیز او امنیتي ملحوظاتو ته په کتو د دغې لوبې د موقتي بندېدو فیصله وشوه.»

د دې ادارې مشر سعید شینواري په خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې د پابجې ګېم بندولو تر څنګ افغانستان کې د نورو ورته ناوړه ګیمونو لیست به هم برابر او پریکړه به پرې وکړي.

ښاغلي شینواري زیاته کړې، چې بورډ همداراز افغانستان کې د افغاني ارزښتونو سره سمو ګیمونو جوړوونکو او له ډیویلوپرانو ملاتړ او ورته د پانګونې زمینه سازۍ باندې هم ټینګار کړی دی.