انځور: ټولنیزې رسنۍ

طالبان: کابل کې د وروستیو چاودنو په تړاو درې تنه ونیول شول

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې طالب ځواکونو هغه درې تنه نیولي چې د کابل په وروستيو چاودنو کې یې لاس درلود.

مجاهد د تېرې سې شنبې په شپه ( ۲۴ د غبرګولي) په یوه ټویټ کې دغه کسان «باغیان» بللي او ویلي یې دي چې یاد کسان د کابل څلورمه ناحیه کې نیول شوي دي.

طالبان د باغي اصطلاح د «مقاومت جبهې» په ګډون خپلو ټولو مخالفینو لپاره کاروي.

د طالبانو ویاند لیکلي چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د پیسو په بدل کې یې امنیت خرابوه.

په دې وروستیو کې کابل ښار د چسپکي ماین چاودنو شاهد دی. په ځینو چاودنو کې د طالبانو موټر په نښه شوي دي.