ننګرهار کې یو تنکي ځوان ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي، د دې ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې یو ځوان په کلاشینکوف ځان ویشتلی دی.

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ یو اوسیدونکي الفت شنیواري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ (جمعه، ۱۰ د چنګاښ) دیادې ولسوالۍ په «میدانک کمره سر» سیمه کې د عرفان الله په نامه یو ۱۶ کلن ځوان خپل ځان د کلاشینکوف په ډزو وژلی دی.

نوموړی وایي، یاده پېښه د کورنۍ تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

تراوسه د یادې پېښې په اړه سیمه ییزو طالب چارواکو څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې اقتصادي ستونزې او په لویه کچه د ځوانانو بې روزګاري ښودل شوې ده.