ارزګان کې ناپیژانده کسانو د دهراوود پخوانی امنیه قومندان په ډزو وژلی

اطلاعات روز: د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې باوري سرچینې وایي، چې د دې ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان ناپیژانده وسله والو په ډزو وژلی دی.

سرچینې زیاتوي، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۵ د چنګاښ) د دهراوود په «لبلان» سیمه کې د یادې ولسوالۍ د پخواني امنیه قومندان شیر اغا کور ته درې موټر سایکل سپاره کسان ورغلي او په دزو یې وژلی دی.

د سرچینې په خبره چې قومندان شیراغا د جمهوري نظام تر سقوط وروسته پر خپل کور ناست و او خپل شخصي کاروبار یې کوه.

تر دې دمه د ارزګان طالب مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تردې مخکې هم په دهراوود ولسوالۍ کې د تېر حکومت لوړ پوړي نظامي کسان په نښه شوي او وژل شوی دي.

څو میاشتې وړاندې په دغې ولسوالۍ کې د تېر حکومت د خاص ځواکونو یو قومندان هم د نامعلومه کسانو په ډزو ووژل شو.