انځور: ازادي راډیو

د نورستان د ځینو سیمو خلک اوس هم د نجونو ولور کې غواوې، پسونه او وسلې اخلي

اطلاعات روز: نورستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې لا هم پکې د پخوانیو پیړیو دودونه پالل کېږي چې خلک یې د نجونو د ولور په مقابل کې غواوې، پسونه، وسلې او نغدې پیسې اخلي او له همدې امله یې ځوانان کلونه کلونه د واده په کولو نه توانېږي.

د غربي نورستان یو اسیدونکي شاه محمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نورستانیانو ته له پخوانیو پیړیو ورپاتې دودونه لا هم پالل کیږي، چې په دغو دودونو کې يې ځینو د ځوانانو ژوند له سخت کړاو سره مخ کړی دی.

د نوموړي په خبره اوس هم د نورستان ځینو سیمو کې خلک ۲۰۰ سوه زره افغانۍ، ۱۵۰ پسونه، دوه غواوې او دوه میله وسله په ولور کې اخلي، چې دا د ډېرو ځوانانو له توانه پورته خبره ده.

شاه محمد زیاته کړه:«د نورستان په نورګرام، منډول او زیاتو ولسوالیو او کلیو کې د ولور ډیر لوړ رواجونه دي چې له امله یې ځوانان نشي کولای خپلې کوژده کړې میرمنې واده کړي.

د نورګرام او نورو ولسوالیو کې اوس هم ۲۰۰زره افغانۍ، ۱۵۰ پسونه، دوه غواوې او دوه میله وسلې په ولور کې اخیستل کیږي، چې د ځوانانو د وسې پوره نه ده او زیاتره یې بې واده پاتې کیږي، ځکه چې دا د ټولو د وسې نه پوره کیږي نو غوښتنه کوو چې باید ولور کم شي.»

نورستاني ځوانان له ملا ماتوونکو دودونو ناخوښ دي او له حکومته يې د مخنیوي غوښتنه کوي.

د نورستان ځوانان وایي، د دومره لور ولور د ورکولو توان نه لري او له طالبانو غواړي چې د داسې دودونو مخه ونیسي

۲۵ کلن امیرشاه د نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکی دی، هغه خپل لومړنۍ میرمن شپږکاله وړاندې د کورنیو ستونزو له امله طلاقه کړې، خو وایي تراوسه نه دی توانیدلی، چې د دوهمې میرمن ولور پوره او خپله کوژدن را واده کړي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل ،چې نورستان کې ډېری وخت لوړ ولور د ځینو کورنیو ترمنځ د شخړو لامل شوی هم دی.

امیرشاه زیاته کړه:« ما خپله میرمن د ځینو کورنیو ستونزو له امله طلاقه کړې او شپږکاله کیږي بله کوژده مې کړې خو تراوسه یې د واده په کولو بریالی شوی نه یم او لامل یې لوړ ولور دی؛ چې د هر چا د وسې پوره نه دی او غوښتنه کوو چې ولور باید کم شي.»

دیني عالمان بیا وایي، اسلام د ښځې د مهر پر کموالي ټینګار کوي او ولور اخیستل حرام دی.

دیني عالم جمعه الدین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، مهر د ښځې حق دی او د اسلام له نظره ښه واده هغه دی چې لګښت یې کم وي.

جمعه الدین زیاته کړه:« که هر څوک د خپلې لور پر سر زیات ولور اخلي دا حرام دی او په خپله اسلام د کم مهر په اخیستو ټینګار کړی دی او زیات ولور یې حرام ګڼلی دی، نو خلکو ته په کار ده چې باید ولور کم کړي او په خپلو لوڼو دې ظلم نه کوي.»

ورته مهال بیا نورستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر ادارې ځايي چارواکي وايي، چې په دې اړه یې رسمي ګام نه دی پورته کړی؛ خو په جوماتونو کې یې له ملا امامانو غوښتي، خلکو ته يې د له منځه وړلو لپاره سپارښتنه وکړي.