نورستان کې د راوتلو سیلابونو له امله درې تنه مړه شوي

اطلاعات روز: نورستان کې طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ورښتونو او سیلابونو راوتو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د نورستان لپاره د طالبانو د بیړنیو پیښو پر وړاندې دمبارزې رییس قیام الدین نن (سې شنبه، ۴ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دغه ولایت په نورګرام، منډول، کامدېش، برګمټال، دواب او واما ولسوالیو کې سیلابونه راغلي دي، چې له امله یې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې درې تنه مړه شوي او د ځایي خلکو د استوګنې ۱۳ کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې نورستان کې د سېلابونو له امله ۲۱ زره مېوه لرونکې ونې ۸۲۴ جريبه کرنیزه ځمکه او ۳۶ د اوبو کوچني سربندونه له منځه تللي دي.

له دې دوه ورځې وړاندې د نورګرام ولسوالۍ د پوشک او کولتڼ سیمو کې هم د یوې میرمنې په ګډون درې تنه سیلابونو وړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بارانونه شوي چې پرمهال سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.