انځور: ارشیف

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د کابل د کرېکټ په لوبغالي کې پرونۍ چاودنه وغندله

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د کابل د کرېکټ پر لوبغالي پرونی برید غندلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه په یوه ​​ټویټ کې لیکلي، چې د نړیوال بشر دوستانه قوانینو له مخې پر ملکي وګړو او ملکي ځایونو برید منع دی.  

پرون (جمعه، ۷ د زمري) ماسپښین مهال په داسې حال کې د کابل د کرېکټ په نړیوال میدان کې چاودنه وشوه چې په دې لوبغالي کې د شپږیزې لیګ سیالۍ روانه وه.

طالبانو په دې پيښه کې د څلورو تنو د ټپي کيدو خبر ورکړى. کابل کې بیا د ايمرجنسي روغتون وايي، له دې چاودنې څخه ١٣ تنه ټپيان یاد روغتون ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتریا یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې د تلفاتو شمېر لوړ دی او سیمه ییزو روغتونونو د ډیرو قربانیانو خبر ورکړی دی.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم پرونۍ حمله غندلې او ویلي یې دي چې دغه تاوتریخوالی «هیڅ موخه نه لري».

تر اوسه کوم کس یا ډلې د پرونۍ چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.