اطلاعات روز: نیمروز کې ځایي سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.
په دغه ولایت کې یوې ځایي سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي اطلاعات روز ته وویل، چې دغه نښته نن (یکشنبه، ۹ د زمري) سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د کنګ ولسوالۍ د «درويشوک» په سرحدي کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينه د سختې جګړې خبره کوي او وایي، چې په دغه نښته کې یو طالب سرتیری وژل شوی دی.
نیمروز کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي یاده نښته تاییدوي او وایي، چې په دې نښته کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.
دوی زیاتوي، چې د نیمروز د کنګ ولسوالۍ په «درویشوک» سیمه کې ایراني پوله ساتو د طالبانو د سرحدي ځواکونو پر ګزمه د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي او طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه مسوولینو ویلي، چې د طالبانو سرحدي ځواکونو ځوابي ډزې نه دي کړي او په دې اړه یې د مرکز سره معلومات شریک کړي دي.
ورته مهال، د ایران فارس خبري اژانس، چې د ایران سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ ده د ایراني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې ساعت وړاندې د هیرمند شهرستان/ ولسوالۍ د «شغالک» په سیمه کې د ایراني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
د ایران د هیرمند ولسوالۍ مشر میثم برازنده ویلي، چې دا جګړه د طالبانو له خوا د سرحدي تیري وروسته رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې جګړه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر دې وړاندې هم د ایران سرحدي ځواکونو او طالبانو څو ځلي نښتې کړې دي. څه موده وړاندې د افغانستان او ایران پر پوله د ورېښمو پول د یوې شخړې له امله تړل شوې وه.