انځور: اطلاعات روز

ارزګان کې بې ودانۍ روغتونونه

اطلاعات روز: ارزګان د هېواد يو له لېرې پرتو او وروسته پاتې ولايتونو څخه شميرل کيږي، چې د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ د یاد ولایت زیات شمیر دولتي روغتیايي مرکزونه ودانۍ نه لري.

د رسمي معلوماتو له مخې ارزګان ولايت کې دا مهال ۵۶ روغتيايي مرکزونه شته چې ډیری روغتيايي مرکزونه یې ودانۍ نه لري او د خلکو په شخصي کورونو کې فعاليت کوي.

د ارزګان ولايتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال وايي، په دغه ولايت کې دا مهال د ۵۶ روغتيايي مرکزونو څخه ۴۳ يې په شخصې کورونو کې فعاليت کوي او د عامې روغتيا رياست ملاتړو موسېسو ياد کورونه په سيمو کې کرایه نیولي دي.

نوموړي وويل:«زموږ غوښتنه دا ده چې په ټول ارزګان ولايت کې ۵۶ روغتيايي مرکزونه دي چې ډير يې په شخصې کورونو کې دي د MOVE موسېسه دې دغه روغتونونو لپاره اول ودانۍ جوړې کړي او د خلکو له کورونو څخه دې راوباسي ځکه هغه ډول خدمت چې په روغتون کې ترسره کيږي په شخصې کورونو کې نه ترسره کيږي.»

ورته مهال د ارزګان اوسيدونکي هم تاييدوي چې په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه ډير په شخصي کورونو کې دي او هغه ډول چې لازم دي اسانتياوې پکي نه دي موجودې.

دارزګان د «يکلنګۍ » سيمې اوسيدونکي محمدجان په دې اړه اطلاعات روز ته وويل، چې د دوی په سيمه کې يو روغتيايي مرکز دا مهال په شخصې کور کې فعالیت ترسره کوي.

د ارزګان مرکز ترینکوټ کې یو روغتیايي مرکز. انځور: اطلاعات روز

هغه وايي، دغه روغتيايي مرکز په یوه خټین او نا مقاومه کور کې جوړ شوی چې نږدې هره ورځ ورته لسګونه ناروغان ور وړل کيږي خو هغه ډول خدمات چې اړتیا ده نه ترسره کېږي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دوی په سيمه کې دې د روغتونونو ودانۍ په اساسي ډول جوړې شي.

هغه زیاته کړه:«زموږ په سیمه کې روغتيايي مرکزونه ټول په خټین کورونو کې دي خلک په ډيرو ستونزو کې وي ځکه هلته هغه ډول خدمتونه نه وړاندي کيږي څه ډول چې په يوه اساسي روغتون کې ترسره کيږي.»

دغه راز روغتياپالان هم دغه چارې انديښمن کړي دي.

ارزګان کې يو تن ډاګټر سيف الدين همنوا وايي، پنځه ډ‌ول دولتي روغتونونه په ټول هېواد کې فعاليت ترسره کوي، چې د خدماتو له نظره سره توپیر لري.

نموړی زیاتوي، چې سیمه ییز کلينکونه يې زيات په شخصې کورونو کې فعاليت ترسره کوي، چې دغه ډول کلينکونه له ۳ زره څخه تر ۵ زره وګړو لپاره جوړیږي.

هغه زياته کړه، چې په هېواد کې د ورستيو جګړو له امله د زيات شمير روغتونونو ودانۍ ويجاړې شوې او روغتيا وزارت اړ شوی چې د خلکو کورونه د دغه ډول خدماتو ترسره کيدو په هدف کرايه ونيسي.

نوموړي وويل:«په ټول هېواد کې ۵ ډول روغتيايي خدمتونه وړاندې کيږي چې په لوړه کچه خدماتو ته د ولايت په کچه روغتونونه جوړیږي او په تيټه درجه کې سب سنټرونه جوړیږي چې خدمات يې ډير په ښکته درجه کې دي او په افغانستان کې دا مهال زيات همدغه سب سنټر په شخصې کورونو کې خدمات وړاندې کوي.»

په همدې حال کې د ارزګان د عامې روغتيا چارواکي بیا وايي، چې دوی د يادو روغتونونو د ودانيو ستونزې د يو شمير موسېساتو او مرکز سره شريکې کړي او هيله لري چې ژر تر ژره به د يادو ودانيو د بیا رغونې کارونه پېل شي.

د ارزګان د عامې روغتيا رياست مرستيال مولوي فتح خان اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دوی د يادو مرکزونو د ودانيو شته ستونزې له مرکز سره شريکې کړي او په نږدي ورځو کې به د دوه روغتيايي مرکزونو د ودانيو چارې پېل شي او د پاتې نورو روغتيايي مرکزونو د ودانيو د رغيدو ژمنې ورسره  UNHCR موسېسې کړي دي.

هغه وویل:«موږ د روغتيايي مرکزونو د ودانيو جوړيدو غوښتنه وزارت څخه کړې، اوس لپاره به ډير ژره د دوه روغتيايي مرکزونو د رغیدو چارې پېل شي او د پاتې روغتيايي مرکزونو د ودانيو جوړيدو لپاره هم UNHCR موسېسې ژمنه کړې.»

ارزګان کې د طالبانو د عامي روغتيا رياست ريیس ډاکټر محمدالله روحاني هم یاده ستونزه تاييدوي او زياتوي، چې د هغو روغتونونو لپاره چې دا مهال يې فعاليتونه په شخصې کورونو کې ترسره کيږي په اړه يې د طالبانو د حکومت او موسېساتو سره دوی غږیدلي او يو شمير ارګانونو د دغه ستونزې د حل ژمنه کړې ده.

هغه وويل:«رشتيا هم دغه ستونزه موږ د سب سنټر په برخه کې لرو موږ د موسېساتو سره ياده موضوع شريکه کړې او هغوی د دغو روغتونونو د جوړيدو ډاډ راکړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د تيرو جګړو له امله په ارزګان کې زيات شمير روغتيايي مرکزونه هم ويجاړ شوي چې ترميم ته اړتيا لري.

د ارزګان په مرکز کې یوازینی روغتون چې د تېرو ۲۲ کلونو راهیسې د ولایت په کچه فعال دی او د ملکي او نظامي کسانو درملنه پکې ترسره کېږي.

په دغه ولايت کې د ۵۶ روغتيايي مرکزونو د مالي تمويل مسووليت د MOVE  په نوم يوې موسېسې اخيستی چې زيات وخت عام ګړي د درملو او امکانانو له کمي څخه شکایت کوي.