د کابل په یوه هوټل چاودنې درې تنه وژلي او ۱۳ نور ټپیان دي

اطلاعاتو روز: د کابل امنيې قوماندانۍ د پلازمینې په درېيمه حوزه کې چاودنه تاييد کړه او ويې ويل، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.

دا چاودنه نن (چهارشنبه، ۳۰ د وږي) له غرمې وروسته د برېښنا شرکت ته څېرمه په یوه هوټل کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی څرګند.

کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې د چاودنې د څرنګوالي معلومولو لپاره یوه تحقیقاتي ډله سیمې ته رسیدلې ده.

سرچینې بیا وایي، چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د برشنا شرکت کارکوونکو په دغه هوټل کې ډوډۍ خوړله.

یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې د نننۍ چاودنې ډېری قربانیان د برشنا شرکت کارکوونکي دي.

دغه سرچینه وايي، د تلفاتو شمېر له هغه څه زیات دی چې طالبانو اعلان کړی دی.