اطلاعات روز: یوې معتبرې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په قطر هېواد کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي مړ شوی دی.
د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون هم نن (سه شنبه، ۹ مرغومې) پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې عبدالحکیم دلیلي د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
ښاغلي خوځون هغه د افغانستان او په ځانګړي ډول د سولې پروسې لپاره یوه ضایع بللې ده.
نوموړي لیکلي: «له شک پرته د مرحوم مړینه د افغانستان په ځانګړي ډول د سولې پروسې لپاره لویه ضایع ده. سفیر دلیلي د سولې خبرو مخته وړلو او د دې خبرو زمینې برابرولو لپاره ډېرې هڅې وکړې.»
عبدالحکیم دلیلي له ۱۳۹۷ل کال راهیسې په قطر هېواد کې د افغانستان سفیر په توګه کار کوو.