انځور: استول شوی

ننګرهار کې دکانونو غیر فني کیندنې ځنګلونه له زیان سره مخ کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د شوکاڼي کان کېندنو له امله ځنګل وهل کېږي او دا چاره په چټکۍ سره روانه ده.

د شوکاڼي کانونه د ننګرهار په شیرزاد، خوږیاڼو، پچیراګام، هسکې مېنې او په ځینو نورو ولسوالیو کې شته چې د طالبانو حکومت له راتګ سره سم یې استخراج پېل شوی دی.

د خوږیاڼو ولسوالۍ ځایي اوسیدونکي او قومي مخور ملک نظر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د شوکاڼي کانونو د کیندنې له امله ډېر ځنګل وهل شوی او د شوکاڼي شرکتونه د استخراج پر مهال ځنګل پرې کوي.

نوموړی وايي، که څه هم په ننګرهار کې د په ناقانونه ډول د ځنګلونو وهل او قاچاق له پخوا روان و؛ خو د طالبانو د حکومت له پیل سره د شوکاڼي کانونو استخراج زیات شوی او کان کېندونکي د ځنګل شنې ونې به خپل سر پرې کوي.

نوموړی همداراز زیاتوي د کانونو او ځنګل وهل دواړه په خپلسري ډول روان دي او تر اوسه یې چا مخه نه ده نیولې.

الله نظر زیاته کړه:«په خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالۍ کې چې د شوکاڼي کوم کانونونه دي او اوس یې د کیندنې چارې پیل شوي، نو زیات ځنګل یې له منځه وړی او کله چې دوی استخراج کوي؛ ونې قطع کوي او په دې سره یې شاوخوا شل کیلو میټره ځنګل له منځه وړی او ونې یې قطع شوي دي؛ له پخوا راهیسې دا کار پیل شوی خو په دې وروستیو کې زیات شوی.»

د ننګرهار خلک وایي، دغلته د شوګاڼي کان کیندنو پرمهال ځنګلونه په خپل سري ډول وهل کېږي او چا یې مخه نه ده نیولې. انځور: استول شوی

د شیرزادو ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی حشمت الله هم ورته شکایت کوي او وایي، په یاده ولسوالۍ کې د شوکاڼي کانونو د کېندنې له امله ځنګل زیانمن شوی او پاتې یې د تخریب له ګواښ سره مخ دی.

دی وایي، په دې وروستیو کې د یادې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د شوکاڼي د کانونو استخراج پیل شوی، چې د شوکاڼي د کانونو د کېندونکو شرکتونو له لوري د ځنګل ونې وهل شوي او د ځنګل ډېره ساحه تخريب شوې ده.

نوموړی ولایتي چارواکي او نورې اړونده ادارې هم په دې برخه کې پر ناغیړۍ تورنوي او وایي، هغسې چې لازمه وه د ځنګلونو ساتنې ته یې پام نه دی کړی.

 حشمت الله زیاتوي:« په شیرزادو کې هم د شوکاڼي د کانونو استخراج پېل شوی او ځینې په خپلسري ډول کانونه کیندي او ځینې د دولت څخه اجازه اخیستې ده، خو په ټوله کې ستونزه د ځنګلونو ده د یادو کانونو د استخراج پرمهال د ځنګل شنې ونې وهل کیږي او زیات ځنګل وهل شوی له حکومت یې د بندیدو غوښتنه کوو ،څه ډول چې لازمه ده ځنګل ته پام نه کیږي او په دې برخه کې حکومت باید جدي پاملرنه وکړي.»

بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین هم یاده ستونزه مني او وایي، د کانونو له پاره د ځنګلونو وهل د جمهوري حکومت له مهاله پیل شوي او تر اوسه دوام لري.

 د کرنې رياست د طبعي زېرمو امر قاري سيداغا هم مني چې د دغه ولايت په ځینو سيمو کې د شوکاڼي د کانونو د کېندونکو شرکتونو له لوري د ځنګل ونې وهل شوې دي.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د شوکاڼي د کانونو د استخراج په برخه کې د ځنګلونو د ونو وهل کیدو ستونزه یې په څو ځلي د کرنې وزارت سره شریکه کړې؛ خو تر اوسه یې د ځنګل پرې کول دوام لري او دا مسئله همداسې ناحله پاتې ده.

دی وايي، یوه اوونۍ وړاندې د کرنې رياست اړوند د شېرزادو ولسوالۍ د عشر او زکات مسوول قاري اسامه له يادې سيمې د ليدنې پرمهال ویلي، چې ډېرې شنې ونې د شرکتونو له لوري وهل شوي او د ځنګل ډېره ساحه تخريب شوې ده.

ننګرهار کې د کرنې ریاست طالب چارواکي وایي، د ځنګلونو وهلو ستونزه یې د وزارت سره شریکه کړې او تراوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی. انځور: استول شوی

قاري سیداغا زیاته کړه:«دا موضوع د جمهوريت له وختونو روانه وه، هغو ځايونو کې چې معدنونه موجود وو او شرکتونو کار کولو، که ځنګل ته رسېدل، نو په ځنګلونو يې رحم نه دی کړی او اوس هم دا موضوع روانه ده،په دوی کې یې ځينې په قانوني ډول کیندنې کوي او ځینې یې په خپلسري ډول لګیا دي؛ هلته د کیندنو پرمهال د ځنګل شنې ونې قطع کیږي او دا لړۍ روانه ده مونږ د کرنې وزارت ته په مکتوبي ډول دا ستونزه شریکه کړې په څو ځلي خو تراوسه څه نه دي شوي، نو تمه لرو چې د کانونو د کیندنې پرمهال دې د ځنګلونو ونو ته پام وشي او د قطع مخنیوی دې وکړي.»

 په همدې حال کې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د چارپيريال سانتې رييس فيروز محمد زي هم د ځنګلونو وهل کیدو اندیښمن کړی او وایي، دا هغه شرکتونه دي چې د معدن وزارت جواز لري، خو د چارپيريال ساتنې ادارې څخه يې جواز نه دی تر لاسه کړی نو ځکه يې دغه سرغړونې کړي دي.

د چارپيريال ساتنې رييس وايي، دا چې دغه اداره يوه پاليسي جوړونکې اداره ده او کوم اجرايه قوه نه لري، نو ځکه يې مستقيماً اقدامات نه دي کړي، خو په ځلونو يې له ولايت مقام او امنيتي ادارو سره ستونزه  شريکه کړې ده.

محمدزي زیاته کړه:« د شوکاڼي د استخراج پروسه له تیر حکومت راهیسې پیل شوې او اوس د دې کانونو استخراج ځنګلو ته رسیدلی او هلته شنې ونې وهل کیږي، چې ځنګل یې تخریب کړی په دې کې زیاتره هغه شرکتونه دي چې د معدن وزارت جواز لري خو د چاپيريال ساتنې ادارې څخه يې جواز نه دی تر لاسه کړی نو ځکه يې دغه سرغړونې کوي او د ځنګلونو قطع به زیات توان چاپیریال ته ولري.»

بل لور ته ننګرهار کې د شوکاڼي اتحادې مشر وهاب خوږیاڼي ومنله، چې د شیرزادو ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې د شوکاڼي کان کیندونکو ځنګلونه پرې کړي؛ خو هڅه یې ده، چې دوی یې د ټولنې له ادرسه مخنیوی وکړي.

نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا مهال د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د شوکاڼي کانونه موجود دي، چې په مستقیم ډول پکې شاوخوا درې زره کسان کار کوي، چې په غیرمستقیم ډول یې لسګونه زره کسانو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

د ځنګلونو پرې کول د طبیعي افتونو د ډیریدو لامل ګرځي. انځور: استول شوی

خوږیاڼي زیاته کړه:« په شیرزادو ولسوالۍ کې د شوکاڼي کوم کانونه چې استخراج کیږي، هو ځینې شرکتونه د ځنګلونو ونې وهي او دا کار شوی خو مونږ په هڅه کې یو؛ چې یادې ستونزې ته دحل لاره پیدا کړو او همدارنګه مو د شرکتونو له مسولینو سره په دې اړه خبرې هم کړي دي.»

د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس مفتي عبدالحميد اخوندزاده وایي، چې دغه چاره مخکې تر سره شوې ده خو اوس پرې په کلکه بنديز لګېدلی دی.

د نوموړی په وينا سوداګرو ورته پوره ډاډ ورکړی چې په جدي توګه به د دغې چارې مخه نيسي او هغو کسانو چې دغه کړنه ترسره کړې د هغوی په اړه به هم قانوني پرېکړه وشي.

د ننګرهار ولايت د شوکاڼي د پروسېس فابريکو او شرکتونو ټولنه وايي، پخوا دغه چاره ترسره شوې خو اوس په کلکه مخه نيول شوې ده.

هغه زياته کړه: « مونږ په خپله هغه سیمې ته سفر کړی چې هلته به ونې د کانونو د استخراج پرمهال قطع کیدې مخکې يې ونې قطع کړې وې، خو له کله نه چې موږ تجارانو سره وکتلې، غونډه مو ورسره وکړه، مکمل مو پرې بند کړل او ورته مو وويل چې يوه ونه به هم نه قطع کوئ او نه به قطع کېږي او هیچا ته اجازه ورنه کړو چې د کانونو د استخراج پرمهال دې ونې قطع کړي.»

دی وايي، ولايت مقام او اړوندو امنيتي ادارو سره يې سلا مشورې پيل کړي چې د ځنګلو د خپلسرې وهنې د مخنيوي او په ځانګړي توګه د کانونو په سيمو کې د دغې چارې د مخنيوي لپاره يه ځانګړې تګلاره رامنځته کړي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په ننګرهار کې د شوکاڼي د نيمه پروسېس ۴۲ فابریکې فعاله دي او پر لسګونو فابريکو سربېره د استخراج کېندنې ګڼ شرکتونه یې هم شته چې زرګونه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

افغانستان دطبیعي زیرمو له پلوه غني هیواد ګڼل کیږي او باور دا دی که د هیواد په بیلابیلو برخو کې د کانونو استخراج پیل او پرې پانګونه وشي دا هیواد په ځان بسیا کیدای شي.