د بې سرپرسته کورنیو رنځ

اطلاعات روز: ارزګان کې هغه کورنۍ چې په تېرو جګړو کې یې د کورنۍ سرپرستان وژل شوي وايي، د ګټې وټې څوک نه لري او د طالبانو د حکومت نه پاملرنې له امله د سختو اقتصادي ستونزو مخ شوې دي.

اسما چې په تيرو جګړو کې یې خاوند او دوه زامن وژل شوي وايي، دا مهال د ۲۰ يتیمو ماشومانو ساتنه کوي.

نموړې زیاتوي، واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته يې هيچا پوښتنه هم نه ده کړې او حیرانه ده چې د ژمې راتګ سره به توښه څنګه برابروي.

د هغې په خبره، هر سهار ماشومان د سوال کولو لپاره ښار ته لېږي او د خیرات په پیسو ۲۴ کسیزه کورنۍ ساتي.

اسما وويل: «خاوند او دوه زامن مې په تيرو جګړو کې مړه شول ولاکه په کور کې اوس هيڅ لرم هغه اولادونه مې د ګټې وټې وو، اوس زما په کور کې تر ۲۰ زيات بې سرپرسته را دغاړې دي زه کونډه ښځه يمه دغه دومره يتمان په څه شي وساتم.»

هغه مور چې په یواځې ځان د ۲۰ یتیمو ماشومانو ساتنه او پالنه کوي.

په ورته وخت کې نورې هغه بې پرسته کورنۍ چې سرپرستان يې په تيرو جګړو او په ځانګړي توګه د افغانستان د پخواني فوځ په ليکو کې وژل شوي دا مهال له کړاونو ډک ژوند تیروي.

د محمد ظاهر په نوم د ارزګان يو بل اوسيدونکی چې دا مهال د وژل شوي ورور د کورنۍ پالنه او ساتنه کوي وايي، چې د اوسني حکومت له لوري هرې کورنۍ ته دوه زره افغانۍ ورکول کیږي چې يادې پیسې دوی ته بسنه نه کوي.

هغه وايي،اړ شوی چې د خپل ورور يتمان په شاقه کارونو بوخت کړي ترڅو د ډوډۍ پیداکولو لپاره ټوله ورځ کار وکړي.

نوموړي د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه، چې دوی دې له ياده نه باسي او د بیت المال په پیسو کې د ټولو حق دی.

هغه زياته کړه: «سخت اقتصادي بحران سره مخ يم په دوه زره افغانۍ به نو موږ څه وکړو اوس موږ ته دوی دوه زره افغانۍ راکوي کوچني کوچني ماشومان مې اړ کړي چې په ښار کې مزدوري وکړي.»

د تېر حکومت په نظامي لیکو کې د وژل شویو نظامیانو او لادونو د بې وزلۍ له امله خیرات غوښتو او شاقه کارونو کولو ته مخه کړې.

دغه راز د چارو کتونکي هم د تير حکومت د نظامي کسانو بې سرپرسته کورنيو اوسنی وضعيت ته انديښمن دي او هغوی د دې حقدار ګڼې چې د طالبانو حکومت یې ساتنه کړي.

يو تن د چارو کتونکي سيدالله دلسوز وايي، چې د تير حکومت د نظامي کسانو کورنيو سره طالبان توپیري چلند کوي او هيڅ پام ورته نه کوي.

نوموړی زیاتوي، ډير هغه ماشومان چې پلرونه یې په تير حکومت کې قرباني شوي دا مهال په ښار کې خیرات ټولوي.

د هغه په خبره، طالبان دې د هغو بې سرپرسته کورنيو ساتنه وکړي چې د کورنۍ سرپرستان يې دوی وژلي دي.

نوموړي وويل: «دا يو ستر حقيقت دی کله چې طالبان راغلي زموږ په ښار کې ما ډير داسې ماشومان ليدلي چې اوس په شاقه کارونو بوخت دي د هره يوه څخه چې پوښتنه وکړې درته وايي، چې پلار مې د تير حکومت د فوځ په ليکو کې وژل شوی دا دطالبانو مسووليت دی چې اوس د دغه کورنيو ساتنه او پالنه وکړي ځکه د کورنۍ مشران يې هم دوی وژلې او دوی دا مهال د افغانانو پر سر حکومت کوي.»

د چارو کتونکي وایي، چې د طالبانو سرپرست حکومت مسوولیت لري چې د ولس د هر وګړي پوښتنه وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو ځايي مسوولين بیا دغه خبرې ردوي چې دوی د تير حکومت په نظامي ليکو کې د وژل شویو کسانو د کورنيو سره توپیري چلند کوي.

ارزګان ولايت کې د طالبانو د شهيدانو او معلولينو رياست مشر عتيق الله منظور وايي، چې دوی دا مهال ټول بې سرپرسته کورنيو سره د نغدو پیسو مرستې کوي.
هغه وايي د هر يتم لپاره دوی دوه زره افغانۍ ځانګړې شوي او ورکول کيږي.

د منظور په خبره هغه موسېسات چې دا مهال له اړمنو سره مرستې کوي د هغوی له لارې هم دغه ډول کورنيو ته پاملرنه کيږي.

نوموړي وويل: «موږ نه دي هير کړي دهر يتيم لپاره دوه زره افغانۍ مرسته ورکوو ترڅنګ يې ټول موسېسات کار کوي چې دغه ډول اړمنو کورنيو ته خپلې مرستې ورسوي.»

دارزګان ترڅنګ دا مهال د افغانستان په ټولو ولايتونو کې بې سرپرسته او په ځانګړې توګه د تېر حکومت د نظامي کسانو کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

تردې وړاندې يو شمير خيريه بنسټونو او نړيوالو مرسته کوونکو ادارو په مرکز کابل کې د تير حکومت د نظامیانو کورنيو سره مرستې ترسره کړې وې.