اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د تورخم له لارې یې هغه قیمتي ډبرې نیولي چې قاچاق کوونکو غوښتل پاکستان ته یې انتقال کړي.
د دغه ولایت د رسنیو له دفتر څخه نن (یک شنبه، ۱ د لړم) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تورخم ښارګوټي کې یې د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې ۲۵ کیلو ګرامه بېلا بېلې قیمتي ډبرې چې پاکستان هیواد ته قاچاقېدلې نیولې دي.
په خبرپاڼه کې د دغه قیمتي ډبرو د قاچاق په تور د کوم کس د نیول کیدو او د ډبرو نوم ته اشاره نه ده شوې.
د یو بل خبر له مخې ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې تورخم کې یې د دوو نادرو شاهین مرغانو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د دوی په خبره قاچاق کوونکو غوښتل چې یاد مرغان پاکستان هیواد ته انتقال کړي.
له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو د یو شمیر هغه کسانو د نیول کیدو خبر ورکړی و، چې غوښتل یې پاکستان ته د قیمتي ډبرو ترڅنګ بېلابېلا توکي قاچاق کړي.