انځور: UN Web Tv

ریچارډ بېنټ: افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې لوی شاتګ شوی

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې لوی شاتګ رامنځته شوی، چې په ​​خبره یې داسې بدلون چې «ښایي په تاریخ کې یې کم ساری وي.»

نوموړي تېره ورځ (چهارشنبه، ۴ د لړم) په نيويارک کې يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغان اتباع په ځانګړې توګه ښځې او نجونې داسې احساس کوي چې هیرې شوې دي.

بېنټ وویل، چې افغانانو «له نړیوالې ټولنې څخه د تلپاتي ملاتړ تمه نه درلوده، مګر دوی دا تمه هم نه درلوده چې ۱۴ میاشتې وړاندې دې په وچه ډبره پریښودل شي.»

هغه وايي، افغانستان کې د ښځو او نجونو په حقونو کې لوی شاتګ راغلی، داسې بدلون چې «ښايي په تاریخ کې یې کم ساری وي.» د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي په وینا، د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ته په کتو دا بدلون د ۱۹۹۶ کال په پرتله ډېر دی.

افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونو اصلي لامل له زده کړو او کار څخه د هغوی محرومیت دی. تر اوسه طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړې او په ډیری دولتي ادارو کې یې ښځې په کور کینولي دي.

بېنټ، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته ۱۲ ورځنی سفر کړی و، دا هم وویل، «رسنۍ په پراخه توګه تر جبر او فشار لاندې دي او یو بشري ناورین شتون لري.»

نموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان هغه هېواد دى چې له څوارلسو لسيزو څخه زياتې جګړې يې تجربه کړې او د یادې جګړې له امله د دغه هېواد خلکو او ټولنيز جوړښت ته زيانونه اوښتي چې باید په کمه سترګه ورته ونه کتل شي.

بېنټ افغانستان ته د خپل سفر په اړه وویل «کله چې زه د افغانانو سره خبرې کوم، هغوی داسې احساسوي چې د نړۍ نورو برخو په ځانګړې توګه اوکراین ته ډیره پاملرنه کېږي.»

نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي، چې په افغانستان کې د شیعه هزاره ګانو، صوفیانو او سیکانو په ګډون قومي او مذهبي لږکي له تبعیض او مستقیمو بریدونو سره مخامخ دي. بېنټ د کابل په لویدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز برید ته هم اشاره وکړه. په دغه برید کې نږدې ۶۰ زده کوونکي چې ډیری یې نجونې وې د کانکور ازمایښتي ازموینې پر مهال په یوه خونړي برید کې ووژل شوې.