اطلاعات روز: د خوست د ملي امنيت مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د حقاني شبکې دوه تنه غړي يې د يو ځايي خبريال د ترور په تور نيولي دي.
د دغه ریاست مطبوعاتي دفتر مسوولینو سره خبرو کې ومنله چې دا کسان يې څو ورځې وړاندې نيولي. هغوی وویل دغو کسانو غوښتل د «غرغښت» سیمه ییز خصوصي ټلویزیون خبریال شاهدالله اقبال ترور کړي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل هم دا مسله تاییدوي او وایي دولت د خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي. منګل د خبریالانو پر فردي خوندیتوب ټینګار کوي او وايي چې د رسنیو کارکوونکي دې هم له پوره احتیاط څخه کار واخلي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان د خبریالانو دفاع کمېټې هم د ملي امنیت یاده کړنه ستایلې او دا یې د مهم مسولیت تر سره کول بللي.
د یادې کمېټې مشر عبدالمعید هاشمي په یوه اعلامیه کې له وسله والو ډلو هم غوښتي چې د ژورنالستانو او رسنیو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي او ثابته دې کړي چې په ورته کړنو کې لاس نلري.
هاشمي وايي: «د ژورنالست وهل، ربړول او شهیدول د هېواد له نافذه قوانینو او نړیوالو نورمونو او موازینو ښکاره بغاوت او سر غړونه ده.»