اطلاعات روز: د سختې واورې د ورښت له امله د غور-کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، د يکاولنګ ولسوالۍ د «بکک» کوتل لار له پرون (یکشنبه، ۲۲ د لړم) راهيسې تړل شوې او لسګونه مسافر بند پاتې دي.
یو شمېر مسافر وايي، چې د دوی ترڅنګ ښځې او ماشومان هم بند پاتې دي.
دوی په غور او بامیان ولایتونو کې د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو غوښتنه کوي چې د دغې لارې د خلاصولو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
د بکک کوتل د غور-کابل پر لويه لار د غور او باميان ولايتونو ترمنځ بیلیدونکې پوله ده.
د ژمي په موسم کې دغه کوتل کله نا کله د واورې او توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل کیږي.